امنیت

په تورخم کې د چاوديدونکو توکو کشف

کابل – باختر د وږي دمياشتې ٣
د هېواد په ختيځ تورخم بندرکې يوه زياته اندازه چاوديدونکي توکي کشف شول.دغه توکي نوي له پاکستان څخه افغانستان ته را ليږدول شوي وو او ټاکل شوې وه له تورخم بندر څخه د هېواد نامعلوم ځاى ته وليږدول شي او د طالبانو د تروريستي ډلې په واک کې ورکړى شي.
دغه چاوديدونکي توکي په جاروګانوکې ځاى پرځاى کړى شوي وو، ترڅو امنيتي ځواکونه د پلټنې په وخت کې فکر وکړي چې له پاکستان څخه د بارشويو جاروګانو کاروان دى.
د ننګرهار د والي وياند عطا الله خوږياڼي د باختر آژانس خبريال ته وويل: دغه چاوديدونکي توکي د سرحدي مامورينو له خوا کشف شول .
ويل کيږي ددغو توکو د ليږدونې په تور يو تن نيول شوى دى .
خوږياڼى وايي: چاوديدونکي توکي په جاروګانوکې ځاى پرځاى شوي و او کله چې د تورخم بندر له لارې له پاکستان څخه افغانستان ته راليږدول کيدل؛ کشف او ترلاسه شول
ده تاييد کړه چې ټاکل شوې وه دغه توکي د طالبانو د تروريستي ډلې په واک کې ورکړى شي.
دتورخم بندر سرحدي پوليس وايي چې ترلاسه شوي چاوديدونکي توکي د ويجاړولو په زيات توان سره د ځانمرګو واسکټونو د جوړولو لپاره دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته