په تورخم کې د تاریخي اثارو د قاچاق مخه ونیول شوه
کابل، د سلواغې ۲۸مه، باختر
د ننګرهار د تورخم دروازې اړوند مسوولین وايي چې په دغه بندر کې د د تاریخي اثارو د قاچاق مخنیوی شوی دی.
د تورخم بندر کمیسار ملا عبدالجبار حکمت باختر آژانس سیمه ییز خبریال ته وویل، چې په دغه بندر کې يو تن له هېواده بهر ته د ۶ قلمه تاريخي آثارو د قاچاق په تور نيول شوی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې تېره اوونۍ هم په دغه بندر کې دې ته ورته هغه کس نیول شوی و چې غوښتل یې ۲۰ زره ډالر له هېواد څخه بهر ته قاچاق کړي.