امنیت

په تورخم بندر کې دتاوتريخوالي دوام .

کابل باختر دغبرګولې پنځه ويشتمه :
پاکستانيانو په تورخم  کې له پولې اخوا څخه پرون مازيګر  دڅلور بجو په شاوخوا کې بيا هم دافغان سرحدي ځواکونو په سنګرونو دسپکو او درندو وسلو ډزې وکړې . 
د ٣٠١ سرحدي زون درستيز وال سمونوال محمد ايوب  حسين خيل دباختراژانس خبريال ته وويل: له بده مرغه  پاکستانيانو بيا هم دافغان امنيتي ځواکونو په سنګرونو دسپکو او درندو وسلو  ډزې وکړې اوله دغو ډزو څخه په استفادې سره يې غوښتل چې ددروازې په درولو سره په تورخم  بندر کې خپل نظر  وړ تاسيسات او استهکامات جوړ کړي او خپل پوځي تاسيسات پياوړي کړي چې   دافغان سرحدي  ځواکونو له مقاومت سره مخامخ شول .
ده زياته کړه چې دپاکستانيانو دغه عمل دنړيوالو موازينو اوميثاقونو پرخلاف دى او هغوى ددې حق نه لري چې ددواړو هېوادونو ترمنځ په سرحدي سيمو کې دپوځي تاسيساتو په ټينګښت لاس پورې کړي .
دپاکستان دغه عمل دافغان سرحدي ځواکونو له خوا لازم ځواب ورکړ شوى دى اوکله چې پاکستانيانو دافغان ملي اردو تند غبرګون وکوت له ډيل پرته يې داوربند وړانديز وکړ .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې دامريکا په منځګړيتوب يو درې اړخيز کميسيون دافغانانو او پاکستانيانو ترمنځ دسرحدي سرغړونو او يرغلونو په  باب کار کوي  خو پاکستانيان دکميسيون پريکړو ته هيڅ پاملرنه نه کوي اوس جګړه بنده ده او  دتورخم  دروازه دپخوا په شان دترافيکو پرمخ تړلې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته