کابل، د وږي ۶مه، باختر
د ملي دفاع وزارت د ایران په پلازمېنه تهران کې د اسلامې امارت د پوځي اتشې د معرفي کولو خبر ورکړی دی.
یاد وزارت د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي چې د ملي دفاع وزارت مشرتابه د لزوم دید پر بنسټ محمد شفیق په تهران کې د افغانستان د پوځي اتشې په توګه په رسمي ډول معرفي او په کار پیل وکړ.
د خبرپاڼې د مالوماتو له مخې د ملي دفاع وزارت په ایران کې د پوځي اتشې تعین کول د دوه اړخیزو اړیکو د پیاوړتیا لپاره مهم ګام بولي.
دا په داسې حال کې ده، چې د اسلامي امارت مرستیال ویاند په خپلو ورستیو څرګندونو کې ویلي وو، چې افغان حکومت په ورستیو کې له بېلا بېلو هېوادونو سره د دوه اړخیزو اړیکو په برخه کې د پام وړ پرمختګ کړی دی.