په تهران کې دافغان حکومت او طالبانو د استازو غونډه جوړه شوه
کابل / د چنګاښ ١٦مه / باختر
د ايران د بهرنيو چارو وزارت اعلام کړى چې په تهران کې د افغان حکومت د پلاوي اوطالبانو ترمنځ د سياسي خبرو کوربه دى.
د باخترآژانس د خبرله مخې:
په تهران کې د طالب پلاوي او يو شمېر افغان سياسي څېرو په ګډون په افغانستان کې د سولې په اړه غونډه؛ نن د ايران پاتيخت کې د بهرنيو چارو وزيرجواد ظريف په يوه وينا سره پيل شوه.
د ايران د بهرنيو چارو وزارت په يوه بيان کې ويلي دي، په دې غونډه کې د افغان حکومت استازو، د جمهوري غوښتوونکو مشرانو او د طالبانو سياسي پلاوي برخه لري.
ويل کېږي افغان پلاوى يونس قانوني ، سلام رحيمي، کريم خرم، ارشاد احمدي، ظاهروحدت او محمدالله بتاش په ګډون تهران ته تللي او د طالبانو پلاوي د شيرمحمد عباس ستانکزي په مشري تهران ته سفر کړى دى.
\ ذ