په ترکیه کې یو شمېر افغان سوداګر غواړي خپلې پانګې افغانستان ته را انتقال کړي

کابل، د لېندۍ ۱۰مه، باختر
د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي، په ترکیه کې له یو شمېر مېشت افغان سوداګرو سره کتلي دي.
د صنعت او سوداګرۍ وزارت په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي چې په دې کتنه کې نورالدین عزیزي، یادو سوداګرو ته په افغانستان کې د سراسري امنیت او په بېلابېلو برخو کې د پانګونې د فرصتونو په اړه معلومات ورکړي او له هغوی څخه یې غوښتي چې خپل هېواد ته راستانه شي او پانګونه وکړي.
دغه راز یو شمېر افغان سوداګرو ویلي چې خپلې پانګې به افغانستان ته انتقال کړي او یو شمېر نورو یې ژمنه کړې چې خپل هېواد ته د ستنېدو پلان لري.
د کتنې په پای کې، د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست، یادو سوداګرو ویلي چې خپلې ستونزې او ننګونې دې په ترکیه کې د افغانستان اسلامي امارت د جنرال کنسولګرۍ له لارې له دوی سره شریکې کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته