کابل – باختر دسلواغې لومړى :
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت مقامات په ترکيه کې دميشتو افغان مهاجرينو دستونزو دحل کولو په لاره کې ددغه وزارت دهلو ځلو خبرې کوي.
دمهاجرينو دراستنولو دچارو وزارت ويندوى اسلام الدين جرئت باختر آژانس ته وويل: په ٢٠١١ م کال کې يوولسو زرو تنو افغانانو دپناه غوښتوونکو په توګه په ترکيه استوګنه کوله چې ددغه وزارت دهلو ځلو او دغه هيواد دمهاجرينو دراستنولو دچارو دوزير دسفر له امله دوه زره تنو ته يې داتو مياشتو لپاره داستوګنې سندونه وکړ شول او هلې ځلې دوام لري چې يوه مشخصه لاره ولټول شي چې دقانون له مخې دټولو ستونزې حل شي.
دغه څرګندونې په داسې حال کې کيږي چې په ترکيه کې يوشمير افغان پنا غوښتونکو په بدحالت کې شپې سبا کوي .دهغوى دڅرګندونو له مخې، په دغه هيواد کې نهه زره تنه پناه غوښتوونکي په ټولنيزو خدمتونو برلاسى نه لري ماشومان ښونځي ته دتګ له حق څخه بې برخې دي او روغتيايي ستونزې هم لري.
دغو پناه غوښتونکو ډيرژر دخپلو ستونزو دڅيړنې غوښتنه کړې ده .
وموغوښتل په دې باب دمهاجرينو په چارو کې دملګرو ملتو دعالى کميشنرى نظرواخلو خو هغوى په دې باب دهر راز نظر له څرګندونو څخه ډډه وکړه.
1 1 دقیقه لوستل