نړۍ

په ترکيه کې دافغان پناه غوښتونکو اعتراضونه دوام لري .

انقره  باختر د غبرګولي اوومه :
  دملګروملتو دسازمان عالي کميشنري  وايي په ګڼدلو شونډو سره دافغان پناه غوښتوونکو اعتراضونه د ترکيې په پايتخت انقره کې دوام لري .
دباختراژانس دخبر له مخې  په دغو پناه غوښتوونکو کې چې شمير يې سلو تنو ته رسيږي ښځې  او ماشومان شامل دي او دمنصفانه پړاونو په ترڅ کې  پناه غواړي 
شپږو تنو يې په ګنډلو شونډو سره له يوې اوونۍ راپديخوا دنه خوړلو په اعتصاب لاس پورې کړي دي
يو له دغو مهاجرينو څخه وويل دملګروملتو دسازمان مامورينو دوى ته ويلي دي چې ددريمګړو هيوادونومقامات د افغانانو پناه غوښتنه نه مني .
دغه شمير  افغان مهاجرينو اوومه اوونۍ کيږي  چې د انقرې په ښار کې دپناه غوښتوونکو په چارو کې دملګروملتو دسازمان دعالي کميشنرۍ دنمايندګي دودانۍ په وړاندې خيمې درولي دي او تراوسه پورې د ترکيې مقاماتو ددوى غوښتنه نه ده منلې .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته