امنیت

په ترينکوټ کې له ټپيانو او د شهيدانو له پاتې کسانو سره نغدي مرسته وشوه

کابل- باختر د ثور دمياشتې ١٧
په ارزګان ولايت کې د ډار اچوونکې پيښې د شهيدانو له کورنيو او ټپيانو سره نن نغدي مرسته وشوه.
د ارزګان د والي ويندوى دوست محمد ناياب د باختر آژانس خبريال ته وويل: په دې نغدي مرسته کې چې د هيواد د جمهور رييس حامدکرزي له حکم سره سم وشوه؛ د هر شهيد له کورنۍ سره د سلوزرو افغانيو او له هر ټپي سره د پنځوسو زرو افغانيو نغدو پيسو مرسته وشوه.
د تېرکال د کب د مياشتې په ډاراچوونکې پيښه کې چې د ترينکوټ په يوه هوټل کې وشوه؛ لس تنه شهيدان او اووه ديرش تنه نور ټپيان شوي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته