ټولنه

په ترافيکي پيښه کې پنځه تنه ووژل شول .

کابل باختر  دمرغومي اوومه :
په بغلان ولايت کې نن سهار دترافيکي پيښې له امله پنځه تنه ووژل شول او يو تن ټپي شو .
دبغلان ولايت دخنجان ولسوالۍ دروغتيايي چارو آمر ډاکتر وليد احمد دباختراژانس خبريال ته وويل يو ګړندي موټر چې له کابل څخه  پلخمري ته روان و ،  دخنجان ولسوالۍ  ددوشاخ په ساحه کې  له واټ څخه ووت او ددوه سوه مترو په ژورتيا کندې  ته وغورځيد.
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې  ددغه موټر پنځه تنه سپرلي  ووژلې شوې او يو ماشوم سخت ټپي شوى دى . او روغتيايي حالت يې خراب بلل شوى دى .   دبغلان ولايت  دترافيکو دمديريت دتنظيم آمر سرڅارمن عبدالرزاق  وايي چې ددغې پيښې اصلي علت  په سړک کې دکنګل شتون ،  دموټرچلوونکي  ګړندى تګ او په ژمنيو وسايلو او تجهيزاتو دموټر نه سمبالښت بلل شوى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته