په ترافيکي پيښه کې يو تن ووژل شو
کابل باختر د غبرګولي نهه ويشتمه :
دنيمروز ولايت په زرنج ښارکې په يوه ترافيکي پيښه کې يوتن ووژل شول او يوتن بل ټپي شو .
د نيمروز ولايت دترافيکو مدير حاجي زرين دباخترآژانس خبريال ته وويل چې په زرنج ښارکې پرون يوګړندى موټر د زياتې چټکتيا له امله د بريښنا له ستنې سره ټکر وکړ چې له امله يې يو تن ووژل شو اوموټر چلوونکى ټپي شو .
خبرځاى وويل چې ددغې پيښې علت دموټر چلوونکي زيات ګړنديتوب او د ترافيکي قوانينو نه رعايتول دي .