په ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول
کابل باختردلړم دمياشتې ٩ :
دکابل _ جلال آباد په لويه لاره کې نن سهار په يوه ترافيکي پيښه کې دوه تنه ووژل شول .
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې يو کرولا ډوله موټر دماهيپر په ساحه کې له خپل تګلوري څخه ووت اوپه سيند کې وغورځيد.
عيني شاهدانو دباخترآژانس خبريال ته وويل : چې په دې پيښه کې ددغه موټر دوه تنه سپرلۍ ووژلې شوې او ديو ماشوم په ګډون درې تنه نور ټپيان شول.
دکابل _ جلال آباد دلويې لارې دسور کمښت او دموټر چلوونکو ګړندى تګ زياتره په دې واټ کې د مرګانيو ترافيکي پيښو سبب کيږي .