کابل، د مرغومې ۴مه، باختر
د تخار امنیتي چارواکي ږايي چې په دغه ولایت کې د تېرو دوو ورځو په ترڅ کې د جنايي جرمونو په تور ۱۵ تنه نیول شوي دي.
د یاد ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان په مرکز سربېره په چاه آب، درقد، دشت قلعه و ینګي قلعه ولسوالیو کې د غلا، نشه يي توکو د پلور، وسلو ګرځولو او اخلاقي فساد په تور نیول شوي دي.
صافي زیاته کړه چې د نیولو شویو کسانو دوسیې به لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.