په تخار کې یو تن د وژنې په تړاو ونیول شو

کابل / د غبرګولي ۲ مه / باختر
د تخار د امنیې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو نن یو تن د وژنې په شک ونیو.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند د باختر آژانس سیمه ییزخبریال ته وویل چې د تالقانو ښار د یونس آباد کلي اوسېدونکی بهرالدین پرون له لفظي شخړې وروسته د تالقانو د سرایسنګ د آقبلاق کلي اوسېدونکی حبیب الله د چړې په ګوزار سره وواژه او و تښتېد.
د سرچینې د څرګندونو له مخې؛ له جنايي جرمونو سره د مبارزې پولیسو نن یو مشکوک ونیو او پېښه تر څېړنې لاندې ده.
پای/ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته