په تخار کې يوتن دغلا په تور ونيول شو .
کابل باختر دکب درې ويشتمه :
دتخار ولايت پوليسو نن يو تن ديو موټر دغلا او دچلوونکي دټپي کيدو په تور ونيوه .
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياند خليل اسير باختراژانس ته وويل چې يوې ډلې وسله والو غلو دتالقانو ښار په مربوطاتو کې د يو مسافروړونکي موټر چلوونکى په ډزو سره ټپي کړ او موټر يې له ځان سره وړى دى چې پوليسوپه دې اړوند يو تن ونيوه اونور يې وتښتيدل
خبرځاى زياته کړه چې پوليس ددغې ډلې دنورو کسانو دنيولو لپاره هلې ځلې کوي . ختم_ عطاالله _ اکرم