په تخار کې له ۳ زره کیلوګرامه زیات نشه يي توکي وسوځول شول
کابل، د مرغومې ۱۸مه، باختر
د تخار امنیې قومندانۍ مسوولین وايي چې د دغه ولایت په تنګي فرخار سیمه کې یې ۳ زره ۲۲۵ کیلوګرامه نشه يي توکو سوځولي دي.
د یاد ولایت د نشه يي توکو پر وړاندې د مبارزې مدیر مولوي عبدالبصیر حاجي زاده له باختر آژانس سره د خبرو پرمهال وویل چې په دغو توکو کې ۷۰۷ کیلوګرامه نشه يي توکي د اسلامي امارت په راتګ سره نیول شوي او پاتې د نورو کلونو راهیسې پاتې وو.
حاجي زاده زیاته کړه چې چرس، تریاک، شراب، تابلیت کا او نور بېلابېل ډوله نشه یي توکي شامل دي چې د سیمه ییزو ادارو د استازو په شتون کې وسوځول شول.
هغه وویل چې پولیس شپه او روځ د نشه يي توکو د کرکیليو پلور او قاچاق د مخنیوي په برخه کې هڅه کوي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په یو شمېر ولایتونو کې زرګونه کیلوګرامه بېلابېل ډوله نشه يي توکي سوځول شوي وو.