تالقان باختر دغبرګولي دمياشتې ٣٠ :
د هدف فرهنګي بنسټ په تخار ولايت کې له اته سوه پنځوسو بېځايه شويو او بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته وکړه .
د هدف د فرهنګي بنسټ رئيس ډاکترحميدالدين يولداش د باختر آژانس سيمه ييزخبريال ته وويل چې په دغو مرستوکې وريجې، غوړي، چاى، بوره او خرما شته چې د کندز ولايت د دشت ارچي ولسوالۍ په اته سوه پنځوسو بېځايه شويو او بېوزلوکورنيو وويشلې شوې.
يولداش وويل: د روژې د مبارکې مياشتې له پيل څخه تر اوسه پورې دغه بنسټ په جوزجان، کندز، بدخشان او د تخار په ولايتونوکې له درې زره مستحقو او بېوزلو کورنيو سره د خوراکي توکو مرسته کړې ده .
0 د یوې دقیقې څخه لږ