۴۰- کابل / د ليندۍ١٩مه / باختر
په تخار کې ۶۷ ځوانانو چې ترکاڼۍ، موبایل جوړولو، د نقلیه وسایطو او هوټلدارۍ په برخو کې زده کړې کړې وې، نن د فراغت سندونه ترلاسه کړل.
د باختر آژانس د سیمه ییز خبریال د خبر له مخې؛ په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوه؛ د تخار د کلیو د بیارغاونې او پرمختیا رییس انجنیر صبغت الله نظري وویل چې د (لیتاکا) پروژې د ترکاڼۍ، موبایل جوړولو، د نقلیه وسایطو او هوټلدارۍ په برخو کې ۶۷ ځوانانو ته د زده کړې زمینه برابره کړه چې یادو ځوانانو وکولای شول له ۹ میاشتۍ زده کړې وروسته د فراغت سندونه ترلاسه کړي.
هغه له اړوندو بنسټونو څخه وغوښتل چې فارغانو ته د کار زمینه برابره کړي.
پای/ع
7 1 دقیقه لوستل