په تخار کې شپږ جوماتونه جوړ شول .

کابل باختر  دوري دولسمه :
په تخار ولايت کې پرون شپږ جوماتونه  جوړ او ګټې اخيستنې ته وسپارل شول.
  دغه جوماتونه د دغه ولايت د حج او اوقافو  رياست له خوا د دغه ولايت مرکزاو ولسواليو کې  جوړ شوي دي .
د تخار والي  ډاکټر فضل الله مجددي  د باختراژانس  خبريال ته وويل چې دغه جوماتونه د حج اوقافو  وزارت له بودجې  د څلور سوه زره امريکايي ډالرو په لګښت د فرخار ،  خواجه بهاوالدين  او بهارک په ولسواليو کې  او دغه راز د دغه ولايت په مرکز تالقانو ښار کې  په پاخه اواساسي  ډول سره جوړ شوي دي .
ختم_ سعيده _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته