په تخار کې سېلاوونو شپږ تنه ووژل

کابل / د غويي ۲۱مه / باختر
د تخار په تنګي فرخار کلي کې تېرماښام د سېلاوونو د راوتلو له امله دوه نارينه او څلور ماشومان ووژل شول.
د تخار له پېښو سره د مبارزې رياست باختر آژانس ته خبر ورکړ چې په تنګي فرخار کلي کې د سېلاوونو د راوتلو له امله دوه نارينه او څلور ماشومان وژل شوي دي او يو پُل يوڅه ويجاړ شوی دی.
په خبرپاڼه کې ويل شوي دي چې د دغو سېلاوونو له امله د ۴٠٠ جريبه ځمکې کروندوې له منځه تللې دي او د تخار- بدخشان لويه لاره د تګ راتګ پرمخ تړل شوې ده.
مسوولينو وويل چې د تخار – بدخشان لويې لارې د پرانیستلو لپاره کار پيل شو ى دى
او ډېر ژر تخنيکي او د سروې ټيمونه سيمې ته استول کېږي چې د مصيبت ځپلو د اړتياوو له سروې وروسته له هغوى سره مرسته وشي.
ختم-ج-ا

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته