په تخار کې د وزلوبې دیارلسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې
کابل، د مرغومې ۲۶مه، باختر
د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د وزلوبې دیارلسم پړاو سیالۍ پای ته ورسېدې.
د یاد ولایت د بدني روزنې او سپورټ آمریت د مسوولینو په وینا دغه سیالۍ درې ورځې وړاندې په دشت قلعه ولسوالۍ کې د ۸۰ چاپندازانو ترمنځ پیل شوې چې موخه یې د وزلوبې سیالیو پراختیا، د خلکو او ورزشکارانو ترمنځ د یووالي رامنځته کول دي.
د یادونې وړ ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې د وزلوبې سیالیو د پراختیا په موخه دې ته ورته سیالۍ په لاره اچول شوې دي.