خبرونهاقتصاد

په تخار کې د هينګ حاصلات زيات شوي دي

کابل / د ليندۍ ٢مه /باختر
د کرنې اوبو لګولو اومالدارۍ مسوولان وايي چې سږ کال په دغه ولايت کې د هينګ حاصلات زيات شوى دى.
د تخار د کرنې رييس سراج الدين مهربان د باخترآژانس خبريال ته وويل چې سږ کال په دغه ولايت کې څه د پاسه ۱۲۰۰ هکټاره ځمکه کې هينگ کرل شوي دي چې کروندګر هر جريبه ځمکې څخه کابو له درې سوه زره تر پنځه سوه زره افغانۍ عايد ترلاسه کوي.
په تخار کې د هينګ کرکيله په ١٣٩٨ کال کې ٨٢٠ هکټاره اوپه ١٣٩٩ کال کې ١٢٢٠هکټارو ته رسيدلى دى او هڅې روانې دي چې د هينګ کرکيله زيات رواج شي او د نشه يي توکو يوښه بديل وي .
هينګ يو طبي او با ارزښته بوټی دی چې اقتصادي او د ځانګړي چاپيريال ساتنې اهميت لري او د خلکو د اقتصاد په وده کې ډېر ژر د اهميت وړ وګرځېد.
ختم – شکريه – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته