ټولنه

په تخار کې د مزدشت د ذخیرې بڼ د انګړ دیوال جوړ شو

تالقان / دلیندۍ / ۲۴/ باختر
د تخار د ورسج ولسوالۍ د مزدشت د ذخیرې بڼ د انګړ د دیوال کار بشپړ او نن پای ته ورسېد.
د مزدشت د ذخیرې بڼ د ١٢٩ جریبه ځمکې په پراختیا کې د انګړ د څلور نیم کیلو مترو دیوال په اوږدوالي جوړ شوی دی.
د تخار د کرنې ریاست یو مسوول وویل چې د دغه دیوال په جوړولو کې د کرنې وزارت له پرمختیایی بودجې څخه څه د پاسه ٢٣ میلیونه افغانۍ لګښت شوی دی او کار یی د روان کال د زمري په میاشت کې پیل شوی و .
په هغې غونډه کې چې په همدې مناسبت جوړه شوې وه د تخار والي عبدالله قرلق، د اداري بنسټونو مسوولانو، د ولایتي شورا او پرمختیایی شورا ګانو استازو ګډون کړي وو. پای / سعیده

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته