په تخار کې د طالبانو د مهماتو يوه زېرمه کشف شوه
کابل / د غبرګولي ۶ مه / باختر
د تخار د ملي امنيت ریاست منسوبینو د تالقانو ښار په مربوطاتو کې عمليات ترسره کړل چې په پایله کې د وسله والو طالبانو د مهماتو يوه زېرمه کشف شوه.
د تخار د ملي امنيت وياند رسنيو ته ويلي دي چې دغه مهمات طالبانو په يوه سيمه کې پټ کړي وو او غوښتل يې هغه بدخشان ته ولېږدوي.
هغه زياته کړه چې په دغو عملياتو کې د دښمن د داشکې۶۵۰ ګولۍ، د پيکا ٢۶۵٠ ګولۍ، د کلاشينکوف ۶۴۰ ګولۍ او ١٢ لاسي بمونه ترلاسه شوي دي.
ختم-شکريه _اکرم