کابل / د زمري ۱۴مه / باختر
د تخار پر مرکز تالقانو ښار د وسله والو طالبانو بريدونه په شا وتمبول شول.
باختر آژانس د ملي دفاع وزارت د خبرپاڼې له خولې خبر راکړ؛ وسله والو طالبانو تېره شپه له څلورو استقامتونو پر تالقانو ښار بريدونه وکړل چې د امنيتي او دفاعي ځواکونو او د پاڅون کوونکو له مقاومت سره مخ شول.
خبرځاى زياته کړه چې په دې پېښه کې وسله والو طالبانو ته د سر دروند زيان اوښتی دی چې دقيق شمېر يې وروسته خپرېږي.
پای\ ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ