په تخار کې د ساينس يو مرکز جوړيږي
کابل باختر دوري دمياشتې ٧ نيټه :
د تخار ولايت د ساينس مرکز د ودانۍ د جوړولوکار نن په تالقانو ښارکې پيل شو.
د تخار والي ډاکټر فضل الله مجددي باخترآژانس ته وويل چې دغه ودانۍ د ښار جوړولو وزارت له خوا دڅه ناڅه اووه ويشت ميليونو افغانيو په لګښت په دريو پوړونو کې جوړيږي.
ده څرګنده کړه چې د ساينس مرکز په ودانۍ کې اداري او تدريسي خونې ، لابراتوار او د ډوډۍ خوړلوسالون شامل دي چې د يو کال په اوږدو کې به جوړه او ګټې اخيستنې ته وسپارل شي.