په تخار کې د درېیو فرعي کانالونو د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې

کابل، د مرغومي ۱۲ مه، باختر
د تخار ولایت په دشت قلعه ولسوالۍ کې د سل زره امریکايي ډالرو په لګښت د درېیو فرعي کانالونو د کانکرېټ کولو چارې پیل شوې دي.
د تخار ولایت ویاند محمد عارف عارف وویل چې د یوې همکارې موسسې په مالي ملاتړ د ۱۰۰ زره امریکايي ډالرو په لګښت ۲ زره ۴۵۰ متره په اوږدوالي د کانالونه کانکرېټ کېږي.
نوموړي زیاته کړه چې د دې کانالونو په جوړېدو سره به ۲ زره جریبه کرنیزه ځمکه په منظم ډول خړوبه شي او ۵۰۰ کورنیو ته به د څښاک اوبه برابرې شي.
د یادونې وړ ده چې د دې پروژې په بشپړېدو سره به د سیمې کروندګرو ته د کرنیزو فعالیتونو لپاره اسانتیاوې برابرې شي.
د دشت قلعه ولسوالۍ اوسېدونکو د دې پروژې د پیل هرکلی وکړ او هیله یې وښوده چې ورته نورې پروژې هم د دوی په سیمه کې عملي شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته