کابل /د زمري ٣مه / باختر
د تخار د کرنې او اوبولګولو رياست د تېرکال په نسبت په ر وان کال کې په دغه ولايت کې د خټکيو د حاصلاتو د ٢٥ سلنه زياتوالي خبرورکړ.
د تخار د کرنې او اوبولګولو رييس انجنيرسيد عبدالله شرف له بزګرانوسره د بوټود ساتنې مديريت د کرنيزو خدمتونو د برخې نږدې همکارى په روان کال کې د تېرکال په پرتله د خټکيو حاصلاتو د زياتوالي له مهمو عواملو څخه وبلل.
هغه زياته کړه چې په تخارکې د ميوو د ساتنې لپاره د سړو خونو د جوړولوکار دوام لري .اوپه نږدې راتلونکې کې ګټې اخستنې ته سپارل کېږي چې د هغه په جوړولوسره د تازه ميوو د له منځه تللو مخه نيول کېږي.
په همدې حال کې د تخار يوشمېر بزګرانو د دغه ولايت د کرنې له رياست څخه د همکارۍ له امله قدرداني وکړه او له حکومت يې وغوښټل چې هغوى ته د پلورنې بازار برابر کړي.
-ج=ا
6 1 دقیقه لوستل