خبرونهامنیت

په تخار کې د جنايي جرمونو په تور ۱۵ تنه نیول شوي دي

کابل، د لېندۍ ۲۸مه، باختر

د تخار امنیتي چارواکي په دغه ولایت کې د تېرو ۲۴ ساعتونو په لړ کې د جنايي جرمونو په تور د ۱۵ کسانو د نیولو خبر ورکوي.

د دغه ولایت د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالمبین صافي باختر آژانس ته وویل چې دغه کسان په مرکز تالقانو سربېره د خواجه بهاوالدین او اشکمش ولسوالیو کې د وژنو، غلا، اخلاقي فساد او نورو جرمونو په تور نیول شوي دي.

صافي زیاته کړه چې د نیولو شویو کسانو دوسې به له لومړیو څېړنو وروسته عدلي او قضايي ارګانونو ته وسپارل شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته