کابل / د وري ١٦مه /باختر
په تخار کې د اوبو رسولو د دوو شبکو د کار په بشپړېدو سره ٧٨٠ کورنيو او ٤٠٠ زده کوونکو ته د څښاک اوبه برابرې شوې.
د تخار د کليو د بيا رغاونې او پرمختيا رياست يو خبرځاى باختراژانس ته وويل چې د اوبو رسولو دغه شبکې د کليود بيا رغاونې اوپرمختيا وزارت د کليوالي روغتيا ساتنې د اوبو رسولود ملي پروګرام په همکارۍ د ٣ر٨ مېليونه افغانۍ په لګښت جوړې شوي دي.
په دغو پروژو کې دوه ژورې څاګانې ، د ٤٠ تختو سولرونو درول، د اوبو د نل ليکې غزول، د انګړد ديوال جوړول او د شيردهنونو لګول شامل دي چې د تخار د مرکز د اړوندو کليو ٧٨٠ کورنى او٤٠٠ زده کوونکي د څښاک له اوبو څخه استفاده کوي.
ختم- ج –ا
2 1 دقیقه لوستل