په تخار کې دپوليسو په ليکو کې دښځو او نجونو دشتون زياتوالى
کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٧ :
په تخار ولايت کې دپوليسو په ليکو کې دنجونو او ميرمنو شتون په سلو کې ٤٠ زيات شوى دى .
دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ وياندخليل اسير دباخترآژانس له خبريال سره
په اړيکه کې وويل ؛ چې په روان کال کې دتيرکا ل په پرتله دتخار دپوليسو په ليکو کې دنجونو او ميرمنو شتون په سلو کې ٤٠ زيات شوى دى.
په داسې حال کې چې تيرکال دغه فيصدي په سلو کې شلو ته رسيده.
دده دڅرګندونوله مخې: په تخار کې دپوليسو ليکو ته دميرمنو او نجونو په جلب او جذب کې دتخار ولايت دامنيې قوماندانۍ دهلو ځلو له امله پنځوس تنه ميرمنې او نجونې دپوليسو په ليکو کې جذب شوي او تر مسلکي او محافظتي روزنې لاندې دي.
اسيرڅرګنده کړه چې دميرمنو او نجونو دزيات جذب لپاره يو لړ پروګرامونه تر لاس لاندې لري چې په ډير لنډ ممکن وخت کې به عملي شي .
په همدې حال کې په تخار ولايت کې دپوليسو يوې ساتنمنې ميرمن نظيفې فرحت دباختر آژانس خبريال ته وويل : د زړو دودونو اوپه دوديزو مسئلو باور
، دميرمنو په رول دنه باور او د ذهنيت ورکولو دپروګرام نشتوالى هغه عوامل دي چې دپوليسو په ليکو کې دميرمنو او نجونو دشتون دکمزوري کيدو سبب شوي دي .
دې زياته کړه : د نورو ښځو ترڅنګ د پوليسو په ليکو کې د هغوى شتون او جذب زموږ روحيه پياوړې کړې ده او موږ کولاى شو په بشپړ ډاډ سره دهغو دندو په ترسره کولو سربيره چې موږ ته سپارلې کيږي دامنيت په تامينولو کې د خدمت جوګه شو او له خپلو ورونو سره اوږه په اوږه دامنيت په تامينولو کې همکاري وکړو.