کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
په تخار ولايت کې پرون له ٤٣ راستنو شويو کورنيو سره مرسته وشوه .
دتخار ولايت دمهاجرينو او راستنو شويو چارو رييس سيد مرتضى همدرد دباختراژانس خبريال ته وويل: په هرې کورنۍ دوه بورى اوړه ، دوه بورى وريجې ، اووه کيلوغوړي ، پنځه کيلو بوره ، پنځلس کيلو غلې دانې ، څلور کيلوچاى ، درې تختې شړۍ ، دپخلنځي لوښې او يوپنځه متره فرش وويشل شول . ده وويل چې دغه مرستې د(او- ام )ادارې له خوا برابرې شوې دي . ختم_ عطاالله _ اکرم
0 د یوې دقیقې څخه لږ