په تخارکې یو ځوان د وژنې په ګومان ونیول شو

تالقان باختر د تلې د مياشتې ١نېټه:
د تخار ولایت پولیسو نن یو تن د یوې ځوانې میرمینې د وژنې په تور چې پرون وژل شوې وه، ونیوه .
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند باختر آژانس ته وویل چې یوه ٢٢ کلنه ښځه پرون مازیګر د تالقانو ښار په جهیق کلي کې په خپل کورکې د تومانچې په ډزو سره ووژل شوه چې پولیسو یو تن د دغې قضيې د تالقانو ښار د امنیتې حوزې په مربوطاتوکې ونیوه.
خبرځای زیاته کړه: نیول شوی سړی چې غوښتل يې کابل ته وتښتي، د تالقانو ښار د چشمه شیر په ساحه کې په ۴۰۴ ډوله موټرکې د پولیسو له خوا وپیژندل شو او ونیول شو.
د تخار د امنیې قومانداني د جنايی جرمونو پرخلاف د مبارزې لوی مدیر حامد ستانکزی وایی چې نیول شوی سړی په لومړنیو تحقیقاتوکې په خپل جرم اعتراف کړی دی.
ختم/ ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته