تالقان/ باختر د زمري پنځه ويشتمه :
(زموږ کلي) (زموږ وياړ) په نومونو د کليوالي سيمو د لاسي صنايعو د پلورنې دوه مرکزونه پرون د کليو د بيا جوړولو او پراختيا د وزير نصير احمد دراني له خوا پرانستل شول .
د باختر آژانس د سيمه ييزو خبريال د خبرله مخې: دغه مرکزونه د جاپان هېواد له مالي امکاناتوڅخه په استفادې سره او دتخار ولايت دکليو دبياجوړولو اوپراختيا رياست په همغږي د پنځه سوه زرو امريکايي ډالرو په لګښت په تالقانو ښار او د ينګي قلعه په ولسوالۍ کې جوړ شوي دي چې په هغوکې د کليوالي سيمو د اوسيدونکو لاسي صنايعو او د کليوالي انکشاف توليدات پلورل کيږي .
دا کار د خلکو او د کليو او بانډو د اقتصاد په وده کې اساسي رول لري او د بې وزلۍ او وزګارتيا کچه به هم ټيټه کړي .
د کليو د بيا جوړولو او پراختيا وزير نصير احمد دراني او د تخار والي ډاکتر فضل الله مجددي په داسې حال کې چې د تخار ولايت د کليو د بيا جوړولو او پراختيا رييس صبغت الله نظري او دولتي چارواکي حاضر وو، پرون سهار دغه پروژې پرانستلې.
0 1 دقیقه لوستل