په تخارکې د وسله والو طالبان اقتصادي مسوول ووژل شو
تالقان /باختر/ دغبرګولي مياشتې١١نيټه :
په تخار ولايت کې تېره شپه د وسله والو طالبانو اقتصادي مسوول ووژل شو.
د تخارولايت د امنيې قوماندانۍ وياند عبدالخليل اسيرباخترآژانس ته وويل: په طلحه فدايي مشهورعبدالله د وسله والوطالبانو اقتصادي مسوول له خپلو ملګروسره هغه وخت ووژل شو چې د خواجه بهاوالدين ولسوالۍ په يوې امنيتي پوسته يې بريد وکړ.
اسيرزياته کړه، په دې نښته کې پنځه تنه نور وسله وال طالبان ټپيان شوي هم دي.
پاى ذکرالله