په تخارکې د لمریزې برېښنا د یوې شبکې کاربشپړشو
– کابل / غبرګولي ۳ / باختر
د تخارپه هزارلموچ ولسوالۍ کې د لمریزې برېښنا یوه شبکه نن ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.
د تخارد ولسي تړون د ملي پروګرام یومسوول باخترآژانس ته وویل چې دغې لمریزې برېښنا شبکه د کلیو د بیا رغاونې او پرمختیا وزارت له بودجې څخه د ولسي تړون د ملي پروګرام له لارې د ۳ میلیونو۲۰۰ زره افغانیوپه لګښت جوړه شوې ده.
د دغې شبکې د پرانیستلوپه وخت کې یوشمېرسيمه يیزمسوولین هم شتون درلود.
پای-ع