په تخارکې د غير مسوولو کسانو ترمنځ جګړه کې دوه تنه ووژل شول
کابل باختردکب دمياشتې٢٨ نيټه :
د تخار ولايت په رستاق ولسوالۍ کې پرون د غيرمسوولو وسله والو ډلو ترمنځ په جګړه کې دوه تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
د تخار ولايت د امنيې قوماندانۍ اداري مدير او سرپرست شمس الحق سادات باخترآژانس ته وويل ؛ چې پوليسو د دغې پيښې عاملين د سيمې د خلکو له منګولو څخه چې غوښتل يې په يوه صحرايي محکمه کې هغوى ووژني ،وژغورل او هغوى يې دتحقيقاتو په مقصد د ولايت مرکز ته وليږدول. پاى ج ذ