امنیت

په تخارکې د طالبانو د استخباراتومسوول ووژل شو

کابل / د چنګاښ ۲۴ / باختر
د طالبانو د استخباراتو مسوول په ګډون ۱۷ طالبان تېره شپه په هوايي عملیاتوکې ووژل شول.
د تخار د امنیې قوماندانۍ ویاند خلیل اسیر د باخترآژانس سیمه ییزخبریال ته وویل : د هوايي قواوو ځواکونو د تالقانو ښار د سرایسنګ په ابدال اوکنجک کلیوکې یولړعملیات ترسره کړل چې په پایله کې د طالبانو د استخباراتو د مسوول په ګډون ۱۷ طالبان ووژل شول او ۴ نورټپیان شول.
اسیرزیاته کړه، په دغو عملیاتوکې د دښمن یوهاموې ټانک ، یوفولدرموټراو یوه اندازه جنګي تجهیزات له منځه وړل شوي دي.
د یادونې وړده چې په تخارکې امنیتي مسوولینو د تالقانوښارپه نهرچمن ساحه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانوترمنځ د جګړو د دوام خبر ورکړاو وايي چې امنیتي او دفاعي ځواکونو د پرمختک په حال کې دى او طالبانوته د سرزیان آړولی دی.
طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته