ورزش

په تخارکې خبريالانو زده کړې وکړې .

کابل باختر دچنګاښ اتمه :
په تخار کې خبريالانو نن په يوه زده کړيز ورکشاپ کې  چې دافغانستان  دخپلواکۍ دبېرته ترلاسه کولو له سلمې کاليزې په درشل کې په دغه ولايت کې جوړ شو دټوليزو رسنيو قانون او اطلاعاتو ته دلاسرسى قانون زده کړل .
دباختراژانس دسيمه ييز خبريال دخبرله مخې ، دتخار د اطلاعاتواوفرهنګ رييس فاروق الله عظيمي وويل  چې دبيان ازادي ددې ټولنې دهر وګړي په تېره بيا درسنيو دخبريالانو حق بلل کېږي او رسنۍ   هم مکلفې دي چې خپل خبري مطالب  له اسلامي اصول او ارزښتونو او دټوليزو  رسنيو له قانون سره سم خپاره کړي .
دتخار ولايت سکتوري رييس   مصطفي رسولي دقانون په رڼاکې  اطلاعاتو ته لاسرسى دهرې رسنۍ حق وباله او زياته يې کړه رسنۍ حق لري چې دهر راز پيښې په باب اطلاعات ترلاسه کړي خو داصولو او قوانينو په پام کې نيولو سره يې چاپ اوخپره کړي .
ختم (_ ف _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته