کابل باختردسلواغې شلمه :
اته تنه وسله وال طالبان تېره شپه د تخار ولايت په خواجه غار ولسوالۍ کې له پوليسو سره په نښته کې ووژل شول .
د تخار د پوليسو وياند خليل اسير دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه نښته هغه وخت د خواجه غار ولسوالۍ په ښارکې پيل شوه چې طالبانو د پوځيانوپه پوستو بريدونه وکړل او د پوځيانو له سخت مقاومت سره مخامخ شول .
ده وويل چې ددغې نښتې په نتيجه کې اته تنه طالبان ووژل شول او د يوه قوماندان په ګډون پنځه تنه نوريې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې د دغې نښتې په بهيرکې څلور تنه پوليسان شهيدان او درې تنه نور يې برسيرن ټپيان شول .
ويل کېږي چې ټول طالبان له سيمې څخه وتښتيدل او اوس امنيتي حالت په عادي ډول ګرځيدلى دى .
اسير زياته کړه: پوځيان د تيارسي په حال کې دي چې د طالبانو احتمالي بريد ته ځواب ووايي .
ختم_ شکريه _ اکرم