په تاله او برفک کې دخلکو د ستونزو لرې کولوته پاملرنه نه شوې

کابل_ باختر دثور نولسمه :
د تاله اوبرفک د ولسوالۍ خلک په دولتي مسوولينو  د دوى د سيمه ييزو ستونزو د نه لرې کولو تورلګوي .
دوى ادعاکوي چې دامنيت دتامينولو او د ډبرو سکرو او سرو زرو دکانونو په شتون سره  سره چې زيات عوايدورڅخه ترلاسه کيږي؛ خو د تاله اوبرفک خلک اوس هم له زياتو اقتصادي ستونزو سره مخامخ دي .
دغه اوسيدونکي وايي: په کال کې د ډبرو سکرو له کانونو څخه څه د پاسه درې سوه پنځوس مليونه افغانۍ عوايد دولت ته رسيږي؛ خو دولت د دوشي او تاله اوبرفک  د سړک د ترميمولو اوبيا رغاونې کار ته يې پاملرنه نه ده کړې .
د تاله اوبرفک ولسوالۍ دپرمختيايي شورا رييس نور الله وويل: ددغې ولسوالۍ خلک نه شي کولاى دجمهوري رياست او پارلماني انتخاباتوکې ګډون وکړي .
ده وويل: د روغتيايي مرکزونو، د ښوونځيو د ودانيو نشتوالى، د سړکونو خرابوالى او دکرنې او مالدارى برخو ښه والى ته نه پاملرنه، د تاله اوبرفک دخلکو ستونزې دي .
  سره له دې چې د دغې ولسوالۍ کلنى عوايد د ډبرو سکرو د پلورنې له پلوه څه د پاسه درې زره پنځه سوه مليونه افغانۍ د دولت بودجې ته ورځي؛ خو دولتي مسوولين د دوى سيمه ئيزو ستونزو ته هيڅ پاملرنه نه ده کړې. ددغې ولسوالۍ د ستيس دکلى يو تن اوسيدونکى محمد سرور د دوشي څخه د تاله او برفک  تر ولسوالۍ پورې دسړک خرابوالى دخلکو له مهمو او اساسي ستونزو څخه وبلل او وې ويل: د اوبو د څپانده کيدو  او د سيلاونو د راوتلو په وخت کې په سړک کې اوبه روانې وې او د ترافيکي وسايطو دتګ راتګ د بنديدو او د لومړنيو توکو د بيو د لوړيدو سبب کيږي .
همدا اوس د دوشي  او تاله او برفک دسړک دخرابيدو له امله يوه  بوري اوړه له يو زرو دوه سوه افغانيو څخه يو زرو اووه سوه افغانيو ته او يو قطي غوړي له يو زروسلو افغانيوڅخه يو زروپنځه سوه افغانيوته لوړه شوې ده .
دبغلان والي سلطان محمدعبادي د تاله اوبرفک له خلکو سره د خواخوږۍ د څرګندولو او د هغوى د ستونزو د تاييدولو په ترڅ د سترو ټولګټو پروژو له دې جملې  څخه  دکيله ګۍ د اوبو د بند د ترميمولو او بيا رغاونې او دغه راز د يو سلو ديرشو کيلومترو په اوږدوالى د تاله اوبرفک او دوشي د سړک دقيرکولو يادونه وکړه او وې ويل: د دوشي او تاله اوبرفک سړک چې دهيواد شمال او شمال ختيځ ولايتونه  له مرکز او دهيواد له لويديځ سره نښلوي؛ ډېر ژر پيليږي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته