ورزش

په تالقانو ښار کې دښځو لومړنى ورزشي ډګر پرانستل شو .

کابل/دليندې ٥مه / باختر :
دتخار په مرکز تالقانوښار کې دښځو لپاره دفتنيس لومړنى ورزشي ډګر نن په فعاليت پيل وکړ .
  دتخار  ورزشي آمر  نقيب الله جليلي دباختراژانس سيمه ئيز خبريال ته وويل چې مخکې له دې  په تخار کې  دښځو لپاره  ورزشي ډګر شتون نه درلوداو دفتنيس له دغه ډګر  څخه  په ګټې اخستنې سره  زيات شمېر نجونې کولاى شي په ارام فکر سره  او په بشپړه توګه  دامنيت  په فضا کې  داسلامي حجاب  په رعايتولوسره  ورزش وکړي .
  هغه څرګنده کړه چې دتخار ورزشي آمريت  به دورزش دپياوړتيا او له ورزشکارو ښځو سره  دملاتړ لپاره هيڅ راز هڅې او هاندونه سپموي .
ددغه  ورزشي ډګر جوړيدل دتالقانو دګڼ شمېر ښځو  له تاوده هرکلى  سره  مخ شو.
  يوې ورزشکارې  سهيلا ددغه ډګر له جوړېدو څخه خوښي څرګنده کړه او ويې ويل  چې هر انسان ورزش ته اړتيا لري او ښځې  ورزش ته  زياته اړتيا لري .
هغې وويل:  په تخار کې  دښځو لپاره  سمبال ورزشي ځاى  شتون نه درلود چې هغوى ورزش وکړي  خو اوس کولاى شي  ددغه مناسب ځاى په جوړېدو سره  دخپلې سلامتيا لپاره ورزش وکړي .
  ختم_ ف _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته