دوشنبه دفرانسې خبري آژانس باختر دثور دمياشتې ٢٧ :
روسيې له خپلو ځينو متحدينو سره په تاجکستان کې پوځي تمرين پيل کړى دى.
دتاجکستان دپايتخت دوشنبې له ښار څخه دفرانسې دخبري آژانس دخبرله مخې
دروسيې په مشرۍ دډله ييز امنيت دتړون دسازمان نږدې دوه زره پنځه سوه تنه پوځيان په دغه تمرين کې ګډون کوي .
ددغه اقدام هدف له افغانستان څخه دامريکايي پوځيانوله وتلو وروسته دسيمې دلړځنده امنيت داصلي تضمينوونکي په توګه دمسکو درول پياوړتيا ده .
تاجکستان دافغانستان له کندز ولايت سره دګاونډيتوب په دليل ستراتيژيکي موقعيت لري .
تاجکستان يوه پوځي اډه د روسيې ځواکونو په واک کې ورکړې ده اوله مسکو څخه يې دپوځي مرستو غوښتنه کړې ده .
تاجکستان دډله ييز امنيت دتړون يوازينۍ غړى دى چې له افغانستان سره ګډه پوله لري.
0 1 دقیقه لوستل