په بګرام کې د برېښنا یوه پایه د ما ین په چاودنه کې ویچاړه شوه.
کابل / دغبرګولي/ باختر
د برېښنا دښمنانو تېره شپه په ۹ بجو او ۲۰ دقیقو د دوو ماینونو په چاودلو سره د وارداتي برېښنا یوه پایه د بګرام ولسوالۍ په رباط ساحه کې ویجاړه کړه خو د برېښنا مزي قطع شوي نه دي .
د دغه شرکت مطبوعاتي مسوولان وایي پولیسو دریم ماین په ساحه کې شنډ کړ او د برېښنا شرکت تخنیکي کارکوونکو د دغې پايې. د ترمیمولو کار پیل کړی دی .
د برېښنا شرکت مشرتابه یو ځل بیا له هېواد والو او امنیتي ځواکونو غواړي چې د برېښنا د تاسیساتو په ساتنه کې د برېښنا له شرکت سره همکاري وکړي.
پای شکریه