په بيلتون غوښتوونکو داوکراين دځواکونو دبريدونوله امله دولس تنه ووژل شول

کيف ريانوستي باختر  باختردلړم دمياشتې ١٣ :
داوکراين دختيځ  دبيلتون غوښتوونکو پوځي مليشو خبرځايونو ددغه هېواد په ختيځو سيمو کې  داوکراين  دتوپچي پوځ دډزو له امله ددولسو تنو ملکي  وګړو دوژل کيدو خبرورکړ  .
باخترآژانس پرون دريانوستي دخبري  آژانس له  خولې خبر راکړ چې په تيرو ٢٤ساعتو کې داوکراين دځواکونو دتوپچي پوځ  اودهاوانونو دډزو په بهيرکې  دوولس تنه ملکي وګړي ووژل شول او څلور تنه نور ټپيان شول.
ددغه خبرله مخې :  په دې موده کې داوکراين دځواکونوله خوا له اوربندڅخه  نږدې لس مورده  سرغړونې شوې دي.
دبيلتون غوښتونکو خبرځايونو اعلام کړى دى  چې ددونتسک په ښارزياتره ډزې دهغه دشمال او دنړيوال هوايي ډګر له  ځينو سيمو څخه چې   اوکرايني ځواکونو تر کنترول لاندې دي  ، ترسره کيږي .
سربيره پردې  داوکراين  حکومتي سرتيرو  دونتسک ته څيرمه دکريمسکي له سيمې څخه په دغه ښار  دتوپونو ډزې وکړې.
په همدې حال کې  دروسيې _ ٢٤ دټلويزيوني کانال دخبرله مخې :  همدا اوس داوکراين دځواکونو څه دپاسه لس پوځي قطعې ددونتسک ښار په بيلابيلو سيمو کې ځاى پرځاى شوي دي  او داوکراين دختيځ ددغې سيمې  حالت کړکيچن دى .
داوکراين ځواکونه د روان کال دثور دمياشتې  له وروستيو وختو را په دې  خوا دبيلتون غوښتوونکو دځپلو لپاره ددغه هېواد په ختيځو سيمو کې پوځي عمليات ترسره کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته