تالقان/ باختر د زمري پنځه ويشتمه :
د يو ميليونو درې سوه زرو امريکايي ډالرو په ارزښت د تخار ولايت د بنګي ولسوالۍ د ګرګ کانال د جوړولو قرارداد د تخار د والي او د (جي آى زيد) موسسې د مسوول ترمنځ لاسليک شو.
د تخار والي ډاکترفضل الله مجددي دباخترآژانس سيمه ييز خبريال ته وويل چې د ګرګ کانال د آلمان د دولت د (جي آى زيد) موسسې په مالي او تخنيکي مرسته جوړيږي او دوه زره ٧٥٠ جريبه ځمکه به خړوبه کړي او په سلګونو تنو به د کار زمينه برابره شي .
0 د یوې دقیقې څخه لږ