ټولنه

په بنو ولسوالۍ کې دپنځوکليو خلکو ته ترانسپورتي اسانتياوې برابرې شوې .

کابل باختر د مرغومي  درې ويشتمه :
دبغلان ولايت په بنو ولسوالۍ کې دلسو کيلومترو په اوږدوالي  دسړک په جوړولو سره دمواصلاتي لارې له پلوه دڅه دپاسه  دوه زره کورنيو ستونزې لرې شوې دي.
دبغلان ولايت  دکليو دبيا جوړولو او پراختيا رياست مطبوعاتي   مسوول  محراب الدين ابراهيمي دباختراژانس  خبريال ته وويل ددغه سړک دجوړولو ، اوارولو او دکريړ اچولو کار چې په تګلوري کې يې  اته څلويښت پلګوټي او دموټرو دتګ راتګ دوه پلونه هم جوړ شوي دي ، دجاپان هيواد له وړيا مرستې څخه دڅه دپاسه دوه ويشتو مليونو افغانيو په لګښت په يو کال کې بشپړ شوى دى.
ده زياته کړه  ددغو پروژو  په بشپړيدو سره پنځه کلي له عمومي سړک  سره نښلول شوي او دمواصلاتي  لارې له پلوه دڅه دپاسه  دوه زره کورنيو ستونزې لرې شوي دي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته