کابل باختر د زمري اوولسمه :
دباميانو ولايت له امير بند څخه کورني او بهرني سيلانيان مخ په زياتيدو دي .
دباختراژانس دخبرله مخې، امير بند دباميانو ولايت له سياحتي سيموڅخه دى او طبيعي جاذبې لري چې ددغه ولايت دمرکز دشمال لويديځ په ٧٥ کيلومتري واټن کې موقعيت لري .
دغه ښکلي طبيعي منظرې په ١٣٨٨ کال کې دهېواد دلومړني ملي پارک په توګه وټاکل شو چې له هغه وروسته هرکال ددغه پارک سيلانيان زياتيږي .
دامير بند مسوولين وايي چې هرکال دباميانو ولايت دطبيعي منظرو سيلانيان او ګرځندويان مخ په زياتدو دى او دزياتو کورنيو اوبهرنيو سيلانيانو پاملرنه يې جلب کړې ده .
په همدې حال کې دسيمه ئيزې ادارې مسوولين وايي چې دسيلانيانو شمير چې تراوسه پورې ١٢٥ زره تنه تنه ثبت شوى دى له دې څخه لوړ دى .
دباميانو دوالي وياندعبدالرحمن احمدي وايي چې دکورنيو اوبهرنيو سيلانيانو شمير په وروستيو کلونوکې زيات شوى دى او دغه شمير دتيرکال په پرتله زيات توپير ښيي .
دامير بند يو تن اوسيدونکى سيد علي وايي اته کاله کيږي چې په دغه بند کې ګرځنده پلورونکي يم اوهرکال دکورنيو اوبهرنيو سيلانيانو دزياتوالي شاهد يم .
يوه داخلي سيلانۍ جميلې له سيمه ئيزو مسوولينو څخه وغوښتل چې ددغه پارک له عوايدو څخه دلامبو وهلوتجهيزات برابر کړي چې دسيلانيانو د ډوبيدو مخه ونيول شي .
دباميانو ولايت دفوايد عامې رييس انجنير محمد انوري وايي چې دامير بند دڅوارلسو کيلومترو سړک دقيرکولوبودجه منظوره شوې ده او ډير ژر به کاريې پيل شي .
0 1 دقیقه لوستل