نړۍ

په بلوچستان ايالت کې د پاکستان د اوو تنو سرحدي ساتوونکو وژل کيدل

پيښور – دې نيز انترنشنل – باختر دمرغومې دمياشتې ٢٢
د بلوچستان ايالت په لورلاني سيمه کې نن د پلټنې په پوستې د مليشه طالبانو د بريد له امله د حکومت څه ناڅه ٧ تنه سرحدي مليشې ووژلې شوې.
باختر آژانس د دې نيوز انترنشنل دخبري سايت له خولې خبر راکړ: د طالبانو کابو پنځوسو تنو مليشه طالبانو د دي ، جي خان په سړک د سرحدي ځواکونو د پلټنې په يوې پوستې په درندو وسلو بريد وکړچې د متقابلو ډزو له امله دسرحدي ځواکونو اووه تنه عسکر ووژل شول .
مليشه طالبان وکولاى شول له ساحې څخه وتيښتي.
دغه بريد يوه اوونۍ وروسته هغه وخت وشو چې پاکستاني پوځيانو د لورلاني په سيمه کې يو شمېر وسله وال طالبان نيولي وو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته