په بلوچستان ايالت کې د وسله والو افرادو ډزې
کويټه دي دان – باختر د تلې دمياشتې ١٤
د پاکستان د بلوچستان ايالت په مربوطاتوکې په يو مسافر وړونکى موټر د وسله والو افرادو د ډزو له امله درې تنه ووژل شول او دوه تنه نور ټپيان شول.
د پاکستان د ډان ورځپاڼې انټرنتي سايت د پوليسو له خولې خبر راکړ چې يوه ډله ناپيژندل شوي وسله وال کسان چې په موټرسايکل سپاره وو؛ په يو موټر ډزې وکړې او وروسته له سيمې څخه وتښتيدل.
تراوسه پورې د دغه بريد مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى .
دپوليسو دڅرګندونو له مخې: دوژل شويو هويت مشخص شوى نه دى او معلومه نه ده چې دغه بريد تروريستي بريد و او يا چې په قبيلوي نښتو پورې اړوند دى؟